اسلام آباد: د شمارياتو وفاقي ادارے لخوا ملک کښې د وئيونکو مختلفو مورنو ژبو رپورټ جاري شوې چې ترمخه ئې پاکستان کښې د اته کروړه نهه اتيا لکه خلقو مورنۍ ژبه پنجابي او څلور کروړه شپږ ديرش لکه کسانو مورنۍ ژبه پښتو ده ۔
رپورټ مطابق د درې کروړه څلور څلويښت لکه آبادۍ مورنۍ ژبه سندهي ده، دوه کروړه اته اتيا لکه کسان سرائيکي او دوه کروړه دوه ويشت لکه نه زياته آبادي اردو مورنۍ ژبه ده ۔
ملک کښې د يو اتيا لکه اوولس زره آبادۍ مورنۍ ژبه بلوچي ده، پنحه پنحؤس لکه نوي زره کسانو مورنۍ ژبه هندکو ، اووه ويشت لکه اتۀ اوويا زره کسان براهوي، لس لکه نهه ديرش زره تنان کوهستاني او د دوه لکه څلور اوويا زره آبادۍ مورنۍ ژبه کشميري ده ۔
شمارياتو ادارے رپورټ مطابق د يو لک شپاړس زره کسانو مورنۍ ژبه شينا ، دوه پنځوس زره يو سل څلور ديرش کسانو مورنۍ ژبه بلتي او اووه زره څلور سوه شپږ شپيته کسانو مورنۍ ژبه کيلاش ده ۔
د شمارياتو ادارې خپل رپورټ کښې وئيلي چې پاکستان کښې د دري ديرش لکه اووه ديرش زره کسانو مورنۍ ژبې نورې دي ۔