پيښور: د اے اين پي پخوانی سينیټر الیاس احمد بلور د اوږدې ناروغۍ وروستو پحق رسيدلې دې، د هغوی جنازی مونځ به سبا له د اتوار په ورځ دوه بجې وزیر باغ ګراونډ پيښور کښې ادا کيږي ۔
الياس احمد بلور ډېر وخت راهسې د ګردو رنځ کښې اخته وو او د اسلام آباد يو هسپتال کښې په وينټي ليټر وو۔
اروښاد الیاس احمد بلور د پخوانی وفاقی وزیر غلام احمد بلور ، بشیر بلور شهید او عزیز احمد بلور ورور او د سرحد چیمبر آف کامرس اينډ انډسټریز پخوانې صدر غضفر بلور پلار وو ۔
د خدائے بخښلي الياس احمد بلور فاتحه خوانی د غلام احمد بلور کور بلور هاؤس کښې کيږي،ارواښاد څو ځله د سينيټ آپ پاکستان رکن پاتې شوې وو۔