ليويز ذرائعو وئيلي چې د بلوچستان قلات سيمه کښې د ايف سي په چيک پوسټ ترهه ګرو حمله کړې، دې دوران د ترهه ګرو او سيکيورټي اهلکارانو ترمينځ د ډزو د تبادله هم شوې ده ۔
ذرائعو مخکښې وئيلي چې ترهه ګرو د قلات په جوهان سيمه کښې شاه مردان چيک پوسټ باندې حمله کړې او تيښته کښې بريالي شوي دي ۔
ذرائعو وئيلي چې نښتې دوران اووه سيکيورټي اهلکار شهيدان شوي او پنځلس نور ژوبل شويدي ۔
حمله کښې ژوبل شوي اهلکاران هسپتال ته منتقل کړې شوي چې پکښې د بعضو حالت نازک ښودلې شوې دې ۔
حملې نه پس سيکيورټي اهلکارو سيمه ولقه کښې اخستې او د شرخوښو خلاف ئې سرچ آپريشن شروع کړېدې ۔