د پاکستان کلک هوډ امنيتي ځواکونو په يو کاميابه عملياتو سره په حساسو تاسيساتو د بريد پلان شنډ کړ او په کامياب عملياتو سره يې د فتنا الخوارج شپږ ترهګر ونيول.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ترهګر له اسلام اباد او خيبر پښتونخوا څخه نيول شوي دي. په سوات کښي هم د اسلام آباد سيکټر ايچ ديارلس نه نيولي شوي ملزم په پيژندګلو باندي کاروائي کړي ده۔ نيول شوي ترهګر د نور ولي محسود ډلې سره اړيکې لرلې. د ملزمانو قبضې نه په زیاته اندازه بارودی مواد هم برآمد شوی دی. له ټولو نيول شويو ترهګرو څخه نورې پلټنې روانې دي.