پاکستان کرکټ بورډ لخوا انټرنيشنل کرکټ کونسل ته ليکلې شوې خط کښې وئيلي شوي چې چيمپيئنز ټرافي لپاره پاکستان کښې تيارۍ حتمي مرحله کېښ داخل شويدي ۔
ذرائعو ترمخه خپل خط کېښ پي سي بي وئيلي چې بهارت پاکستان ته د نۀ راتلو په اړۀ کوم جواب آئي سي سي ته ورکړې وو، هغه ليکلې شوې جواب نه وو صرف په خُله ئې ورله انکار کړې وو ۔
ذرائعو وئيلي چې د پي سي بي خط کښې وئيلي شوي چې آئي سي سي دې پاکستان کرکټ کرکټ بورډ ته تحريري جواب ورکړي او واضحه دې کړي چې آخر پاکستان ته راتلو او چيمپيئنز ټرافي کښې برخه اخستو نه ولې انکار دې ۔
پي سي بي په خپل خط کښې آئي سي سي ته په ډاګه کړې چې چيمپيئز ټرافي به پاکستان کښې لازمي کولې شي او دې لړ کښې په خط کښې آئي سي سي د پاکستاني حکومت د موقف نه هم خبر کړې شوې ۔
بلخوا ذرايئعو دا هم وئيلي چې پي سي بي په چيمپيئنز ټرافي کښې د بهارت شرکت نۀ کولو صورت کښې نور آپشنز باندې هم غور شروع کړېدې ۔
دې ترڅنګ بهارتي ميډيا پروپيګنډې لا هم جاري دي، وئيلي دي چې چيمپيئز ټراقفي پاکستان نه منتقلۍ او جنوبي افريقه کښې کولو امکان دې ۔
پي سي بي د چيمپيئز ټرافي په اړه هائيبرډ ماډل مسترد کړې او واضحه کړې ده چې دا ايونټ به صرف پاکستان کښې کولې شي، که بهارتي ټيم پاکستان ته راځي او کنه ۔