کوئټه ريلوے سټيشن چاودنه کښې په لوئې ځاني زيان د صوبائي حکومت په اعلان درې ورځني سوګ نن وړومبۍ ورځ ده ۔
د سيکيورټي انديښنو لوجې بلوچستان کښې راتلونکي څلور ورځو پورې ټرين سروس هم بند کړې شويدې ۔
د سوګ په اعلان د بلوچستان اسمبلۍ پشمول سرکاري ودانو باندې قامي بيرغ ټيټ کړې شوېدې ، صوبه کښې فضا غمژنه ده او خودکش حمله کښې د ژوبل کسانو علاج جاري مختلفو هسپتالونو کښې جاري دې ۔
بلخوا کوئټې نه چمن او اندرون ملک لپاره ټرين سروس د راتلونکي څلور ورځو پورې معطل کړې شوې ۔ چمن پنسجر ټرين ، جعفر ايکسپريس ، بولان ميل سروسز معطل دي ۔
ريلوے چارواکي وائي چې کوئټه نه د ملک نورو علاقو ته ټرين سروس د سيکيورټي انديښنو له کبله معطل کړې شوې دې ۔