لاهور کښې د ترهه ګرئ مخنيوي عدالت جج ارشد جاويد د نهمې مئي څلور کيسز کښې د باني پي ټي آئي عمران خان د ضمانت په درخواستونو سماعت کړې دې ۔
سماعت دوران عدالت کښې د پي ټي آۍي وکيلانو د دلائل لپاره د نور وخت درخواست دائر کړې وو ،کوم چې عدالت رد کړېدې ۔
درخواست کښې وئيلي شوي وو چې دې کيس کښې نور نکات مخې ته راغلې ، او مونږ په هغې نکاتو رڼا اچول غواړو ،عدالت دې د نور دلائل لپاره مهلت راکړي ۔
په دې موقع عدالت د پي ټي آئي وکيل بيرسټر صفدر ته اووئيل چې ستاسو دلائل مکمل شويدي ، نن به پراسيکيټر فرهاد علي دلائل ختموي ،او دا چې بار بار داسې وخت غوښتلو سره به نور وخت ضائع کيږې ۔
د عدالت وينا وه چې اوس په دې کيس کښې د فيصلې اورولو وخت دې ،د پراسکيوټر وينا وه چې عدالت دې د باني پي ټي آئي د ضمانت درخواستونه خارج کړې ۔
د پراسيکيوټر دلائل مکمل کيدو نه پس عدالت فيصله مځفوظ کړې وه کومه چې بيا لږ ساعت پس واورولې شوه ۔
عدالت خپله فيصله کښې د نهمې مئي څلور کيسونو کښې د باني پي ټي آئي عمران خان پنحه ،پنحه مچلکو باندې د ضمانت درخواستونه منظور کړېدي ۔