آئي ايس پي آر له لوقري جاري بيان ترمخه د جنوبي وزيرستان کړمه سيمه کښې سيکيورټي فورسز او ترهه ګرو ترمينځ نښته شوېده ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې نښتې دوران د سيکيورټي فورسز په ډزو پنځه ترهه ګر وژلي شوي، او د ترهه ګرو په ډزو د پاک فوج څلور ځوانان هم شهيدان شوي دي ۔
شهيد شوي ځوانانو کښې نائب صوبيدار تائب شاه،لانس نائيک ګلاب زمان، لانس نائيک حبيب الله او لانس نائيک مزمل محمود شامل دي ۔
آئي ايس پي آر زياتوي چې په علاقه کښې ممکنه ترهه ګرو ختمے لپاره کليئرنس آپريشن روان دې، سيکيورټي فورسز ملک نه ترهه ګرې ختمے لپاره پرعزم دي ۔