د پیښور پولیس لائن جومات کښې شوې ځانمرګی برید کښې نیولی شوی ملزم پولیس حوالدار عبدالولي سنسنی خیز انکشافات کړي دي، ملزم وئيلي چې څه رنګ هغۀد ترههګرو ملګری شوې وو ،ګرفتار ملزم د تفتيش دوران د ترهه ګرو مرستو او افغانستان دورې انکشافات هم کړې دي ۔
ملزم عبدالولی د تفتيش په وخت موقف خپل کړی چی هغه د کالعدم ترهه ګر تنظیم په سوشل میډیا باندی د پوسټونو نه متاثره شوې وو،او فیس بک او مسینجر د لاری ئې کالعدم تنظیم سره رابطه وه، هغه په دی اړه د افغانستان دوره هم کړی وه او د کالعدم تنظیم مشرانو سره ئې ملاقاتونه هم کړی وو ۔
حوالدار عبدالولی خپل بیان کښې وئیلی چی په افغانستان کښې طالب کمانډرانو سره ملاقات نه پس هغه په پیښور کښې یو پادري په نښه کړې وو او وژلې وو،د دی نه پس طالب کمانډرانو هغه ته د پولیس لائن دهماکه کولو ټارګټ ورکړو ۔
د تفتیش په وخت ګرفتار پوليس حوالدار عبدالولی وینا وه چی پولیس لائن جومات کښې د خودکش دهماکه لپاره هغه ته خودکش حمله آور حواله کړی شوې وو ،هغه ته ما ټولی لاری ښودلی وی چی کومه ورځ جومات کښې دهماکه کیدله په هغه ورځ هغۀ چهټی اخیستی وه او خپله تبادله ئې بی آر ټی ته کړی وه ۔
خپل بيان کښې پوليس اهلکار عبدالولي د خپله کړۀ پښيماني څرګند کړې او وئيلي دي چې څه مې کړې هغه ټول غلط وو او هر چا نه ئې معافي هم غوښتې ده ۔