داخله وزارت ترجمان تر مخه ډيره اسماعيل خان کښې ترهه ګرو د ايف سي په ګاډي حمله کړېده، د ډزو په نتيجه کښې د ايف سي دوه سپاهيان شهيدان شوي او څلور ژوبل شويدي ۔
ترجمان وائي چې شهيد سپاهي شير الرحمان او سيد امين بهادرۍ سره د ترهه ګرو مقابله کړېده، شهيد سپاهي شير الرحمان تعلق د جنوبي وزيرستان او شهيد سپاهي سيد امين د صوابي ګدون اوسېدونکې وو، ډزو کښې ژوبل شوي کسان هسپتال ته منتقل کړي شويدي ۔
داخله وزارت زياتوي چې ايف سي د ترهه ګرو ناپاکي ارادي په خاورو کښې ميلاولو لپاره کلکه ارده لرې، د ايف سي اهلکارانو قرباني د ترهه ګرې خلاف جنګ کښې پخته عزم عکاسي کوي ۔