پېښور: څرګنده شوې چې افغان اتباع په جعلي پاکستاني شناختي کارډونو له پاکستانه بهر ته ځي. د اېف ای له مخې د جعلي پاکستاني شناختي کارډونو او پاسپورټونو په جوړولو کې ککړ ۳۴ افغان وګړي نیول شوي دي. نیول شوي ملزمان د چمن له لارې په غیر قانوني توګه پاکستان ته داخل شوي وو. نیول شوي بهرنیان د نادرا څخه په جعلي پاکستاني شناختي کارډونو او پاسپورټونو بهر ته روان وو، ملزمانو پاکستان ته د داخلیدو لپاره ۱۲ زره روپۍ ورکولې، د ایف آئي اے د ایډیشنل ډائریکټر ترمخه د نادرا میګا سنټر په هاسټل کې دوه مشکوک بهرنیان نیولي شوي دي. دعملیاتو په ترڅ کې له نیول شویو بهرنیانو څخه ۳۲ تنه نور بهرنیان هم نیول شوي، جعلي پاکستاني تذکرې، افغاني پاسپورتونه او افغاني پاسپورټونه ترلاسه شوي دي. په نیول شویو بهرنیانو کې ځوانان او تنکي هلکان هم شامل دي.
نيول شوي ملزمانو د ايجنټ په ذريعه پاکستاني پاسپورټ او شناختي کارډ ترلاسه کولو هڅه کوله، ملزمانو د پاکستاني شناختي کارډ او پاسپورټ په وسيله د خليجي ملکونو ته د تګ پلان جوړ کړے وو، د نادرا او پاسپورټ دفتر کارکونکي به په دغه کار کښې ملوث وو د تفتیش په جریان کې مشخص شي.