اسلام آباد: په نړيواله منډۍ کښې د پټرولو قيمت د اووه اوويا ډالر نه شپږ اوويا ډالره ته في بيرل راکم شوے او دغه رنګې هائي سپيډ ډيزلو قيمت هم د شپږ اتيا ډالره نه څلور اتيا ډالره في بيرل ته راکم شوے نو په دے وجه پاکستان کښې هم د يکم نومبر نه د تيلو د ارزانيدو امکان دے ۔
ذرائع وائي چې د يکم نومبر نه د راروانو پنځلسو ورځو لپاره د پټرول او ډيزلو نرخ کښې د دوه نه تر دريو روپو پورې په ارزانولو غور روان دے ۔
واضحه دي وي چې وفاقي حکومت د پنځلسم اکتوبر نه تر د يوديرشم اکتوبر پورې هائي سپيډ ډيزل پينځه روپۍ في ليټر ګران کړي وو ولې د پټرولو نرخ ئې برقرار ساتلے وو ۔