پوليس ذرائع خېبر نيوز ته وئيلي چې تيره شپه ناوخته يعنې د شپے د يوے بجے په خواؤ شا کښې نامعلومه وسله والو په چرچل پُکټ باندې ډزي کړي دي ۔
امنيتي ځواکونو هم جوابي ډزي کړي،مقامي خلق وائي چې د ډزو سلسله تر دريو ګهنټو پورې جاري وه ۔
کۀ څۀ هم په ډزو کښې کومه مرګ ژوبله نه ده اوړيدلې،ولې مقامي خلق ئې انديښمن کړي چې څنګه تر دے ځايه پورې شرپسند را اورسيدل ولې چې دے پِکټ ته مخامخ د چترال سکاؤټس قلعه هم موجوده ده ۔
د ادينزئۍ قومي جرګے مشر خورشيد علي خان خيبر نيوز ته وئيلي چې مونږ د حملے جاج اخلو،وائي چې په يو صورت کښې به هم د خپلې علاقے امن خرابيدو ته پرې نږدو ۔