د پاک فوج اطلاعاتو شعبې آئي ايس پي آر له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې سيکيورټي فورسز خېبر پښتونخوا دوه مختلفو علاقو کښې په خفيه اطلاع کاروائيانې کړې دي ۔
د آئي ايس پي آر بيان کښې وئيلي شوي چې اولنې آپريشن شمالي وزيرستان کښې شوې چې پکښې دوه ترهه ګر وژلې شوي دي
آئي ايس پي آر مطابق دوئمه کاروائي خېبر کښې شوي او دې کښې هم دوه ترهه ګر وژلي شوي او درې نور ژوبل شوي دي ۔
وژلي شوي ترهه ګرو قبضې نه وسله او بارودي مواد هم ولقه کښې اخستې شوې دي ۔
آئي ايس پي آر وائي چې په علاقه کښې د ترهه ګرو ممکنه موجودګۍ لکبله کليئرنس آپريشن هم شوې، او دا چې سيکيورټي فورسز ملک نه د ترهه ګري ختمولو لپاره ژمن دي ۔