پنډۍ کښې لوبيدلې دريم او آخري ټيسټ ميچ په دريمه ورځ د انګلينډ ټيم ميچ ګټې لپاره پاکستان ته د شپږ ديرش رنز هدف ورکړې وو، کوم چې قامي ټيم د يو وکټ نقصان باندې پورا کړې او ميچ ئې ګټلې دې ، پاکستان ميچ ګټلو سره د درې ميچونو سيريز هم دوه يو سره په خپل نوم کړېدې ۔
د شپږ ديرش رنز هدف په تعاقب کښې عبدالله شفيق او صائم ايوب اوپننګ شروع کړې وو، چې پکښې صائم ايوب په اته رنز آؤت شوې، صائم ايوب نه پس کپتان شان مسعود راتلو سره سم تيز بيټنګ کړې او يو چهکا او څلور چوکو سره ئې صرف په شپږ بالونو دري ويشت ناقابل شکست رنز جوړ کړي وو او عبدالله شفيق په پنځه رنز ناټ آؤت پاتې شوې وو
پاکستان طرف نه سپينر باولرانو يو ځل بيا شاندار باولنګ کړې او د انګلينډ ټول ټيم دوئم اننګز کښې صرف په يو سل دولس رنز آؤټ شوې وو، نعمان علي شپږ او ساجد خان څلور وکټي په خپل نوم کړې وې ۔
دې نه وړږاندې انګلينډ اولني اننګز کښې په دوه سوه اووه شپيته رنز آؤت شوې وو او پاکستان خپل اولني اننګز کېښ درې سوه څلور څلويښت رنز جوړ کړي وو ،چې ورسره پاکستان ته په انګلينډ باندې اولني اننګز کښې د اووه اوويا رنز برتري هم ترلاسه شوې وه ۔
د پاکستان اولني اننګز کښې سعود شکيل شاندار يو سل څلور ديرش رنز جوړ کړي وو او هغه د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔
سيريز کښې په مجموعي توګه نعمان علي شل او ساجد خان شل وکټې اخستي دي، ساجد خان دريم ټيسټ ميچ کښې دوه اوويا قيمتي رنز هم جوړ کړي، او په دغه کارکردګۍ هغه له د سيريز بهترين لوبغاړي انعام هم ورکړې شويدې ۔
پاکستان خواؤشا درې نيم کاله پس په خپل ملک کښې د بهرملکي ټيم نه ټيسټ سيريز ګټلې دې او آخري ځل پاکستان د جنوبي افريقې خلاف کال دوه زري يوشتم کښې ټيسټ سيريز کښې کاميابي ترلاسه کړې وه ۔
دې سيريز ګټلو سره پاکستان د انګلينډ ټيم په هوم ګراؤنډ په مجموعي توګه څلورم ټيسټ سيريز ګټلې دې ۔