اسلام آباد کښې سنګجاني ټول پلازې سره نيزدې د قيديانو په ګاډو حملې په اړه وفاقي وزير اطلاعات عطا تارړ وئيلي چې قيديانو په ګاډو مکمل منصوبه بندې سره کړې شويده، ګرفتار ملزمانو تښتولو ناکامه کوشش کړې، پوليس بهادرۍ سره د اتلس ملزمانو تښتېدو کوشش ناکامه کړېدي ۔
هغه اووئيل چې تحريک انشتار کارکنانو دغه حمله يو سازش لاندې کړېده، حمله کښې ککړ د پي ټي آئي خېبرپښتونخوا اسمبلۍ ايم اپي اے لياقت ځوي پشمول څلور ملزمان ګرفتار کړې شويدي ۔
وفاقي وزير اووئيل چې د نيولي شوي ملمزنا قبضې نه حمله کښې استعمال شوې ګاډي او وسله هم قبضه کښې اخستې شويده ۔
عطا الله تارړ اووئيل چې تښتيدلي اتلس قيديان بيا په حراست کښې اخېستي شويدي، پي ټي آئي اطلاعاتو سيکرټري دروغ وائي، هغه ته شرم پکار دې، حمله کښې ککړ ملزمانو خلاف به سخته کارروائي کولي شي ۔
عطا تارړ اووئيل چې د تحريک انتشار يو تاريخ پاتې شوېدې، په نهمي مئي ئي په پوځ حمله کړې وه،که عدالت نهمې مئي ملزمانو ته سزا ورکړې وه نو داسې حملے کولو جرت به نه کېدې ۔