آئي ايس پي آر طرف نه جاري شوې بيان کښې وئيلي شوي چې سيکيورټي فورسز تيره شپه د ترهه ګرو موجودګۍ په اطلاع باندې باجوړ کښې انټيلي جنس بيسډ آپريشن کړې دې ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې آپريشن دوران سيکيورټي فورسز او ترهه ګرو ترمينځ د ډزو سخته تبادله شوې چې پکښې سيمه کښې موجود نهه ترهه ګر وژلي شويدي ۔
آئي ايس پي آر مخکښې وئيلي چې وژلي شوي ترهه ګرو کښې دوه خودکش بمبار او د ترهه ګرو يو انتهائي مطلوب مشر سيد محمد عرف قريشي استاد هم شامل وو ، وژلي شوي ترهه ګرو ولقې نه په لوئې تعداد وسله او ګوله بارود هم برآمد شوي ۔
وژلي شوي ترهه ګر سيکيورټي فورسز او عامو وګړو خلاف ترهه ګرۍ پيښو کښې ککړ وو ، آئي ايس پي آر ترمخه امنيتي ادارې د ملک نه ترهه ګرۍ په مکمل توګه ختمولو عزم لري ۔