پېښور: د خېبرپښتونخوا د وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور په مشرۍ کښې د صوبائي کابينې شپاړسمه غونډه شوې ده ۔
پيښور کښې د وزيراعلیٰ پریس سيکرټري دفتر نه جاري شوې اعلاميې مطابق صوبايي کابينې غوښتنه کړې چې وفاقي حکومت دې پښتون جرګې غوښتنو باندې د پرمختګ لپاره د وفاقي داخله وزير په مشرۍ کښې کميټي جوړه کړي ۔
په اعلاميه کښې وئيلي شوي چې په دې کمېټۍ کښې دې وزيراعلیٰ په ګډون په صوبائي اسمبلۍ کښې د ټولو سياسي جماعتونو نمائندګان شامل کړې شي ۔
کابينې وئيلي دي چې وفاقي حکومت دې د دې کميټۍ سپارښتنې واوري او وفاقي حکومت دې د پښتون جرګې په غوښتنو پرمختګ اوکړي ۔
بيانيې ترمخه وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور د كابينې غونډې ته د وينا پر مهال وئيلي چې د صوبائي حكومت او سياسي ګوندونو په هلو ځلو دغه جرګه په پرامن انداز کښې ترسره شوې ده ۔
علي امين ګنډاپور اوئيل چې جرګې خپلې غوښتنې وړاندې کړې، قرارداد ئې منظور کړې او اوس په دغه مطالبو عمل کول دي ۔
هغه اووئيل چې د پښتون جرګې کومې غوښتنې د صوبائي حکومت په حواله دي ، دغه به خيبرپښتونخوا اسمبلۍ کښې پيش کولې شي او د اتفاق رائے کولو پورا کوشش به پرې کولې شي ۔