توشه خانه ټو کيس کښې دباني پي ټي آئي کورودانه بشریٰ بي بي د اډياله جيل نه رها کړې شوې ،د رهائۍ وروستو بشریٰ بي بي پېښور ته رسيدلې ،وئيلى کيږي چې بشریٰ بي بي به د پيښور وزيراعلى هاوس کښې پاتې کيږى او د هغې رهائش لپاره د وزيراعلى هاوس پوره يو پورشن خالى کړې شوې دې ۔
اډياله جيل نه خوشې کيدو نه پس وئيلې کيدل چې بشریٰ بي بي به اول بني ګاله ته ځي اوبيا به لاهور ته ځى ولي روستومعلومه شوه چي بشریٰ بي بي نيغه دپيښور وزيراعلى هاوس ته اورسيده ۔
د پاکستان تحريک انصاف ضلعى صدر وائى چې بشریٰ بي بي به وزيراعلى هاوس کښې پاتې کيږى ،د وزيراعلى هاوس ذرائع وائى چې بشریٰ بى بى لپاره يو پوره پورشن خالى کړې شوې ، وئيلي شوي چي مشاورت نه پس به فېصله کيږى چي د بشریٰ بى بى طبى معاينه به دوزيراعلى هاوس انيکسى کښې کيږي يا به شوکت خانم هسپتال کښې کولې شي ۔
تيره ورځ بشریٰ بي بي توشه خانه کيس ټو کښې د ضمانت درخواست منظور شوے وو ، نن احتساب عدالت د بشریٰ بي بي رهائي روبکار جاري کړے وو ، د رهائۍ روبکار موصول کيدو سره سم د اډياله جيل چارواکو بشریٰ بي بي رها کړې۔
بشریٰ بي بي مجموعي توګه نهه مياشتي په جيل کښي تيرې کړي، بشریٰ بي بي روان کال په يو ديرشمه جنوري توشه خانه کيس کښي د څوارلس کالو قيد سزا شوې وه ، د سزا نه پس بشریٰ بي بي پخپله ګرفتاري ورکړي وه ۔
د يادوني وړ ده چې د هائيکورټ جج جسټس مياګل حسن اورنګزيب تيره ورځ د بشریٰ بي بي د ضمانت درخواست منظور کړې وو او هغه د جيل نه رها کولو حکم ئې جاري کړې وو ۔