اسلام آباد( خېبر نيوز ) د شپږ ويشتم آئيني ترميم لاندې قائم شوې د پارليماني خصوصې کميټۍ غونډه شوې چې پکښې د سپريم کورټ لخوا ليږلې شوې درې سينئر ججانو په نومونو غور شوې دې ۔
د غونډي نه پس خبريالانو سره خبرو کښې وزيرقانون اعظم نذير تارړ وئيلي چې د کميټۍ دو تهائي اکثريت د جسټس يحيیٰ آفريدي په نوم باندې اتفاق کړے او د جسټس يحيیٰ آفريدي نوم وزيراعظم ته هم ليږلے شوې دې ۔
وزيراعظم به اوس صدر مملکت ته د جسټس يحيیٰ آفريدي د چيف جسټس آف پاکستان جوړولو سفارش کوي، او دغه شان به د دې حتمي منظوري د صدر مملکت لخوا ورکولې کيږې ۔
وزيردفاع خواجه محمد آصف وئيلي چې کوم ججان نامزد نه کړے شول،د هغوي کار او کردار هم د ستائينې وړ دے،وائي چې د جسټس منصور علي شاه او جسټس منيب اختر په نومونو هم غور شويدې ۔
پارليماني کميټۍ کښې د پيپلز پارټۍ ممبر فاروق ايچ نائيک هم وئيلي چې کميټۍ په اکثريتي توګه باندې د جسټس يحيیٰ آفريدي په نوم اتفاق کړے،وائي چې کميټۍ د اوږد سوچ وبچار نه پس فيصله کړيده،د هر يو جج د پروفائلز باقاعده جاج اخستلے شوے ۔
خصوصې پارليماني کميټۍ اجلاس د سني اتحاد کونسل درې اراکينو شرکت نه وو کړي۔