مردان : پوليسو وئيلي چې پوليس لائن سره نيزدې نامعلومه کسانو د يو کور دننه دوه خواجه سرا بے رحمۍ سره وژلي دي ۔
پوليس ترمخه ريسکيو ټيم د وژلي شوي دواړه خواجه سرا مړي ډي ايچ کيو هسپتال ته منتقل کړي دي ، د خواجه سرا د وژلو په اړه تردي دمه هيڅ پته نۀ ده لګيدلې چې دا چا او ولې وژلي دي ۔
بلخوا په موقع موجود کسانو وئيلي چې دواړه خواجه سرا د کور دننه ذبح کړي شو او ملزمان تيښته کښې کامياب شوي دي ۔
پوليس مخکښې وئيلي چې د پيښې پلټنې پيل کړې شوي ولې اوسه پورې ئې پته نه دې لګيدلې چې دا واردات ولې شويدي ۔