خېبرپښتونخوا اسمبلۍ ته وينا پر مهال علي امين ګنډاپو په شپږ ويشتم آئيني ترميم په منظورۍ سخت ټکونه کړي او وئيلي دي چې کومو اراکينو وفادارۍ بدل کړې ،ټول قام به خو هغوي نه حساب اخلي ،ولې مونږ به ئې هم نه پريږدو ،دا به دومره په آسانۍ نۀ هضموي ۔
علي امين ګنډاپور اووئيل چې غدار غدار وي ،که هغه د څه مجبورۍ د لاسه وي او که د لالچ يا د پيسو لوجې وي، خو هغه غدار وي ۔
وزيراعلی خپل خطاب کښې په ادارو هم سختې نيوکې کړې او وئيلي دي چې فيصلې کونکې کومې اداري دي، هغوي له ښه په جار وايم چې دې هر څه لپاره تاسو جواب ده ئې، داسې نشي کيدې چې ستاسو زړه څه غواړي ،هغه به کيږي او څوک به آواز نه پورته کوي ، او خپلې خُلې به هم بند ساتو ۔
علي امين ګنډاپور مخکښې اووئيل چې کومو کسانو آئيني تراميم لپاره ووټ نۀ دې ورکړې او د عمران خان ملا ئې په چاړۀ وهلې او حکومتي صف کښې اودريدلي، هغوي به پرينږدو ، د دوي ټولو نومونه به نن مخې ته راشي ۔
وزيراعلی خېبرپښتونخوا زياته کړې چې دوي د خپلې مرضي ججان لګول غواړي، چې د خپلې مرضۍ فيصله ورله کوي، که چرې د سپريم کورټ سينئر جج چيف جسټس جوړ نکړې شو نو مونږ به بيا په سړکوکو راځو او سخت احتجاج به کوؤ۔