اسلام آباد کښې د وزيراعظم شهبازشريف مشرۍ کښې د وفاقي کابينې غونډۀ شوې چې پکښې شپږ ويشتم آئيني او د ملک سياسي صورتحال جاج اخستې شوې دې ۔
وفاقي کابينې د شپږ ويشتم آئيني ترميم منظور ورکړي ، اعلاميه کښې وئيلي شوي چې کابينې د بلاول بهټو زرداري لخوا پيش کړې شوې مسودې منظوري ورکړې ده ۔
د کابينې اجلاس نه وړاندې وزيراعظم شهبازشريف د صددر مملکت آصف علي زرداري سره ليده کاته هم کړي او هغه آئيني ترميم باندې اعتماد کښې اخستې وو ۔
د کابينې منظورۍ نه پس وزيراعظم شهبازشريف ټول قام ته اومبارکي ورکړې او وئيلي دي چې د ملک او قام مفاد کښې آئيني ترميم منظوري ورکړي شويده ۔
وزيراعظم اووئيل چې د ملکي معاشي صورتحال د استحاکم نه پس ملک کښې د قانون حکمرانۍ لپاره يو بله لوئې کاميابي ميلاؤ شوې ده ۔
وزيراعظم مخکښې اووئيل چې اولس سره مو کومې وعدې کړې هغه به پورا کولې شي او د ملک ترقۍ او پرمختګ لپاره به د حکومت اقدامات جاري ساتلي شي ۔
وزيراعظم د آئيني ترمايم منظورۍ کښې هلې ځلې کونکي ټول وفاقي وزيرانو او اتحادي جماعتونو کوششونو ستائنه هم کړې ده ۔
بلخوا د پيپلز پارټئ چيئرمين بلاول بهټو زرداري هم ټول قام ته اومبارکي ورکړې او وئيلي دي چې د دې آئيني ترميم مسوده کښې جے يو آئي لوئې کردار ادا کړې دې ۔
بلاول بهټو دا هم وئيلي چې دې لړ کښې مولانا فضل الرحمان لوئې کردار لوبولې او د هغه دغه کردار به تاريخ کښې هميشه ياد ساتلې شي ۔