د خېبر پښتونخوا په اوولس ضلعو کښې د نيبرهوډ او ويلج کونسل په پنځوس نه سيوا خالي نشستونو دويم ضمني بلدياتي انتخاباتو لپاره د پولنګ عمل سرته رسيدلې او د ووټونو د شميرې عمل جاري دې ۔
د صوبې په اوولس ضلعو کښي شوې د ضمني بلدياتي انتخاباتو انعقاد لپاره د امنيت ټينګ ساتلو لپاره کوټلي ګامونه هم پورته کړے شوي وو ۔
صوبائي سرښار پيښور پشمول د صوبې په اوولس ضلعوکښې د ويلج او نيبرهوډ کونسلو په دري پنځوس خالي نشستونو لپاره ووټونه په پرامن ماحول کښې اچولې شوي دي ، دغه نشستونو کښې جنرل،زنانه،مزدورکسان او ځوانانو نشستونو شامل دي ۔
اليکشن کميشن وئيلي دي چې دويم ضمني بلدياتي انتخابات لپاره د ووټنګ عمل سحر اته بجي شروع شوې وو کوم چې بغير د وقفې مازيګر پنځه بجو پورې جاري وو ۔
الیکشن کمیشن ترمخه ضمني انتخابات لپاره پولنګ پيښور،نوښار،چارسده،صوابۍ کوهاټ،کرک،لکي مروت،ډي ائي خان،ټانک،ايبټ اباد مانسهره،کولائي پالس ،سوات،شانګله ،بونير،دير،باجوړ کښې شوې دې ۔
د انتخاباتو لپاره په مجموعي توګه دوه سوه، شپيته پولنګ سټيشنې جوړې کړے شوي وې او په انتهائي حساس پولنګ سټيشنو کښې سيکورټي کيمرې هم نصب وې ۔
اليکشن کميشن ترمخه د رجسټرډ ووټرانو شميره درې لکه ، پنځه څلويښت زره مشپږ سوه څلور ده او امنيت ټينګ ساتلو لپاره دغه ضلعو کښې شپږ زره، پنځه سوه نه سيوا سيکيورټي اهلکاران تعينات کړې شوي وو ۔
اليکشن کميشن مطابق د پيښور ښار پنځه ويلج کونسلز ضمني بلدياتي انتخابو لپاره ديارلس اميدوارانو ترمينځ مقابله ده او ښار کښې امن و امان په ځائې ساتلو لپاره اته سوه نه زيات سيکيورټي اهلکاران په ډيوټۍ وو ۔