ملتان کښې جاري د پاکستان او انګلينډ ترمينځ دوئم ټيسټ ميچ درئمې ورځې لوبه ختمه شوې، پاکستان د ميچ ګټې لپاره انګلينډ ته د دوه سوه اووه نوي رنز هدف ورکړيدې ۔
انګلينډ د مقرره هدف په تعاقب کښې دوه وکټو په زيان شپږ ديرش رنز جوړ کړي،او ميلمه ټيم ته ګټې لپاره د نور دوه سوه يو شپيته رنز او پاکستان ته د اته وکټو ضرورت دې، د ميچ دريمې او څلورمې ورځې لوبه پاتې ده ۔
د انګلينډ جوروټ دولس او اولي پوپ يويشت رنزونو سره په کريز موجود دي، د پاکستان ساجد خان او نعمان علي يو،يو وکټ ترلاسه کړيده ۔
دې نه وړاندې پاکستان دوئم اننګز کښې په دوه سوه يويشت رنز باندې آؤت شوې چې پکښې سلمان علي آغا درې شپيته رنزونو سره ټولو نه زيات رنز جوړ کړېدي، سعود شکيل يو ديرش،کامران غلام شپږويشت، محمد رضوان درې ويشت، صائم ايوب او ساجد خان دوه ويشت، دوه ويشت رنز سکور کړېدي ،
د انګلينډ شعيب بشير څلور،ليچ درې، بريډن دوه او ميتهيو يو وکټ ترلاسه کړېده، انګلينډ ته ګټې لپاره نور دوه سوه يو شپيته رنزونو ولې پاکستان ته اته وکټې پکار دي ۔
د پاکستان اولني اننګز سکور درې سوه شپږ شپيته جواب کښې انګلينډ دوه سوه يو نوي رنز باندې آؤت شوې وو او دغه شان پاکستان ته د پنځه اوويا رنز برتري حاصل شوې وه ۔