اسلام آباد کښې د وزيراعظم شهبازشريف او د هغه چيني هم منصب لي چيانګ په موجودګۍ کښې دواړو ملکونو ترمينځ مختلفو شعبه جات کښې مفاهمتي يادداشت باندې لاس ليک شويدې ۔
وزيراعظم هاؤس کښې د پاکستان او چين وزرائے اعظم ترمينځ وفود په سطح باندې مذاکرات شوي او بيا وروستو دواړو ملکونو ترمينځ مختلفو شعبه جات کښې مفاهمتي يادداشت باندې دستخط شوېدې ۔
دواړو ملکونو ترمينځ سي پيک ورکنګ ګروپ،سمارټ کلاس رومز، ګوادر په حواله اووم جوائنټ ورکنګ ګروپ، د انساني وسائلو ترقۍ، اطلاعات او مواصلات، آبي وسائل، او سلامتيا شعبو کښې اهم ايم او يوز باندې لاس ليک شويدې، او په دې موقع وزيرانو او سيکريټريز د دستاويزاتو تبادله کړېده ۔
اسلام آباد کښې سبا نه شنګهائي تعاؤن تنظيم سر مشيريزه غونډه شروع کيږي، اودا به دوه ورځې جاري وي، دې کښې شرکت لپاره د مختلفوملکونو مشرانو او وفود پاکستان ته راتګ سلسله جاري ده ۔
دې لړ کښې د چين وزيراعظم لي چيانګ هم په څلور ورځنې دوره پاکستان ته رارسيدلې او په نور خان ايئر پورټ وزيراعظم شهباز شريف، نائب وزيراعظم او وزير خارجه اسحاق ډار او نورو اعلیٰ چارواکو د هغه درون او تود هرکلې کړېدې ۔
په دې موقع د چين وزيراعظم په درناوي کښې په نورخان ائير بيس د يويشت توپو سلامي هم ورکړے شوې ده ۔
پاکستان ته رارسيدو باندې د چين وزيراعظم ته ګارډ آف آنر پيش کړې شوې او ماشومانو درون ميمله ته ګلدستې هم پيش کړېدي ۔
د چين وزيراعظم لي چيانګ په درناوي کښې وزيراعظم هاوس ته رسيدو باندې ګارډ آف آنر پيش کړې شوې،او د هغۀ په درناوي کښې استقباليه دستوره هم شويده ۔
په دې موقع وزيراعظم شهبازشريف او نور اعلیٰ حکومتي چارواکي هم موجود وو، چيني وزيراعظم دې دوران بوټې هم نال کړېدې ۔
دې دوران د وزيراعظم شهبازشريف د چين وفود او د چين وزيراعظم پاکستاني چارواکو سره پيشنګلو هم کړې شويده۔
بلخوا چيني وزيراعظم په درون هرکلي د پاکستاني قيادت شکريه ادا کړې ،او وئيلي دي چې د پاکستان او چين ترمينځ برادرانه دوستي قائم ده، او زۀ پاکستان ته راتګ باندې د ميلمستيا نه ډېر متاثره شوې يم ۔
لي چيانګ اووئيل چې پاکستان زمونږ د پاره يو ډير اهم او اسلامي ملک دې پاکستان په هر موسم کښې د چين سټريټيجک مرستې کونکې دوست هيواد دې ،دواړو ملکونو هميشه په سخت وخت د يو بل هر قسمه مدد کړېدې ۔
چيني وزيراعظم دا هم وئيلي چې د چين خلق پاکستانيان ډير خوښوي، دري اوويا کالو راهسې د دواړو ملکونو ترمينځ د دوستۍ اړېکې برقرار دي او دا به نورې هم مضبوطولې شي ۔