پېښور: ګورنر فیصل کریم کنډي د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ ته رسېدلی چرته چې سپیکر بابر سلیم سواتي د هغه تود هرکلی کړې. ګورنر د اسمبلۍ هال ته هم ورغلې او سپيکر سره ئې ملاقات هم کړېدې ۔
په دې موقع د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ سپيكر بابر سليم سواتي وئيلي چې ګورنر، وزيراعلیٰ او اپوزيشن ليډر د صوبې لپاره مهم كردار ادا كړې، د جرګې په تجويزونو به په اسمبلۍ كښې خبرې كولې شي ۔
وروستو ميډيا سره خبرو کښې دخېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي اووئيل چې زۀ اسمبلۍ ته راغلې يم، دلته قانون سازي کيږي، دا يو اهم ځائې دې، نن دلته راتلل د يووالي نښه ده او صوبه کښې امن په ځائې کولو لپاره مونږ ټول په يو پيج يو۔
هغه زياته کړه چې د صوبائي اسمبلۍ سپيکر يوه جرګه رابللې وه او ټول سياسي ګوندونو جرګه ګډون کړې وو او هم دغه وجه ده چې دا مسئله هواره شويده ۔
د خېبرپښتونخوا ګورنر اووئيل چې مونږ د امن خبرې کوو او په صوبه کښې به د امن بيرغ پورته کوؤ، سياسي ګوندونو د صوبې لپاره يووالې ښودلې،بائد دا مسئله اوس د ژمي نه وړاندې وړاندې هواره کړې شي ۔
فيصل کريم کنډي اووئيل چې مشاورت سره به ټول تجاويز او د صوبې د حقوق لپاره دلائل به مرکزي حکومت ته پيش کولې شي ۔ پنځلس نکات باندې مونږ په خپل کښې بحث کوؤ او دا به حل کولې شي، او دا چې د ملک آئين مطابق به خبرې کولې شي ۔
هغه مخکښې اووئيل چې مونږ د صوبې د حقوق خبره کوؤ، د صوبې اوبۀ چې څوک استعمالوي، د دې راته نۀ رائلټي ميلاويږي او نۀ اوبۀ ۔