اسلام آباد کښې سبا او بله ورځ کيدونکې شنګهائي تعاون تنظيم اجلاس کښي ګډون والو هيوادونو وفود مشرانو نومونه مخي ته راغلي دي ۔
د خارجه دفتر لخوا جاري شوې فهرست مطابق د چين وزير اعظم لي کيانګ به د خپل وفد قيادت کوي ، د بهارت خارجه وزير جے شنکر به د خپل ملک وفد مشري کوي ۔
خارجه دفتر بيان ترمخه ايراني اول نائب صدر محمد رضا عارف د ايراني وفد او د بيلاروس وزير اعظم رومان ګولوف چينکو به د خپل ملک د وفد مشري کوي۔
فهرست مطابق دقازقستان وزير اعظم اولژاس بيک تينوف او کرغيزستان چئيرمين کيبنټ آف منسټرز ژاپاروف به د خپلو خپلو وفود قيادت کوي ۔
غونډه کښې شرکت کونکي غير ملکي مشرانو کښې به د تاجکستان وزير اعظم کوهر رسول ذاده ، ازبکستان وزير اعظم عبدالله اريپوف هم پاکستان دوره کونکو کښي شامل دي ۔
ايس سي او سيکريټري جنرل جانګ منګ ، ايس سي او ډائريکټر ايګزيکټو کميټۍ ارسلان مرزائيوف هم پاکستان ته راځي ، او اجلاس کښې به شريک کيږي ۔
دغه شان ترکمانستان ډپټي چئيرمين آف کيبنټ منسټرز راشد ميرويدوف به هم شنګهائي تعاون اجلاس کښي شرکت کوي۔
دي ترڅنګ ايس سي او کونسل چئيرمين بورډ عاطف اکرام شيخ هم اجلاس کښي ګډون کوي ، د ايس سي او انټر بينک يونين چئيرمين کونسل ماروت ييلي بائيف هم کانفرنس کښي شرکت کوي ۔