سر ښار اسلام آباد د نهې او شورو په ورځ شروع کيدونکې د شنګهائي تعاؤن تنظيم غونډې لپاره اسلام آباد کښې تياريانې زور او شور سره جاري دي ۔
د ذرائعو ترمخه د شنګهائي تعاون تنظيم اووه نمائيندګان پاکستان ته راغلي دي، دبهارت څلور رکني سرکاري وفد ،د چين پنځلس کسيزه وفد،د روس شپږ اوويا غړو باندې مشتمل وفد هم اسلام آباد ته راغلې ۔
وئيلي کيږي چې د بهارت خارجه وزير جے شنکر ، د چين وزيراعظم لي چيانګ او نورو ملکونو اعلیٰ چارواکي به سبا اسلام آباد ته راځي ۔
اسلام آباد ته راغلي دغه وفود کښې شامل ټول ميلمانه په سخته سيکورټۍ کښې هوټل ته رسولي شوي دي ۔
پاکستان د شنګهائي تعاون تنظيم سرمشريزې غونډې کوربه دې او دې سلسله کښې سرښار اسلام آباد په رنګا رنګ رڼاګانو نور هم خائسته کړې شويې او دې لړ د امنيت هم کلک ګامونه پورته کړې شويدي۔
دايس سي او اجلاس به د اکتوبر په پنځلسمه او شپاړسمه نيټه اسلام آباد کښي منعقد کيږي چې مقصد ئې د تنظيم ملکونو ترمينځ اړيکې نورې سيوا کول او دې هيوادونو ترمينځ شخړې ختمول او د يو بل هر قسمه مرستې کول دي ۔
بلخوا د اطلاعاتو او نشرياتو وفاقي وزير عطا الله تارړ وئيلي دي چې شنګهائي تعاؤن تنظيم غونډه به پاکستان لپاره ګيم چينجر ثابتيږي، ايس سي او علاقائي مرستو په اړه يو اهم فورم دې ۔
اسلام آباد کښې خبري غونډې ته وينا کښې وفاقي وزير وئيلي چې پاکستان د يو اهم ايونټ ميزبانې ته تيار دې، دې سره به علاقائي رابطو او اړيکې زياتولو ته نوره وده ميلاويږي ۔
عطا تارړ دا هم وئيلي چې دنيا منلې چې پاکستان کښې سرمايه کارۍ لپاره لوئې مواقع موجود دي ۔