د پي ټي آئي خېبرپښتونخوا رهنما او پخواني ګورنر شاه فرمان د سينئر مشير برائے وزير اعلیٰ څوکۍ نه استعفیٰ ورکړې ده ۔
دې لړ کښې شاه فرمان وزير اعلیٰ علی امین ګنډاپور ته خط لیکلې په کوم کښې چې هغه موقف خپل کړې چې ھغه د بانی پی ټی آئی لخوا جوړې کړې شوې کمیټۍ ممبر دې او د کمیټۍ ممبر په حیث به ھغوي د صوبائی حکومت په کارکردګۍ ، میرټ پامالۍ،او نااھلۍ نشاندھی کوی او په دے به نظر ساتي ۔
سابق ګورنر شاہ فرمان وئیلي چې ھغوي د مشیر جوړیدو لپاره د وزیراعلی مننه کوی خو د صوبائي حکومت حصه جوړیدو څخه معذرت کوی ۔
بلخوا د ذریعو وینا دہ چی شاہ فرمان ته تراوسه پورے دفتر ھم نۀ وو ورکړې شوې په کوم چی ھغوي د خپلې عهدې څخه استعفیٰ ورکړيده ۔