وزيراعظم شهبازشريف داسلام آباد پوليس لائنز هيډکوارټر دوره کړې ، وزيراعظم شهبازشريف اسلام اباد پوليس لائنز هيډکوارټر کښې په يادګارشهدا حاضرى ورکړې او فاتحه خواني ئې هم کړېده ۔
په دې موقع دستورې ته خپل خطاب کښې وزيراعظم شهبازشريف وئيلي چې د فساديانو د لاشونو غورځولو خواهش اسلام اباد پوليس او رينجرز ناکامه کړېدې او دوى په تير وختونو کښې هم په پى ټى وى او پارليمنټ حمله کړې وه ۔
وزيراعظم اووئيل چې نوازشريف تل د اصلاحاتو خبره کړې او مريم نواز د پنجاب بهترې لپاره پوره کوشش کوى،وفاق خېبرپښتونخوا سره مرسته کولو ته تيار دې ۔
وزيراعظم شهبازشريف اووئيل چې د اسلام آباد پوليس تنخواګانې دې پنجاب پوليس سره يو شان کړې شى او اسلام آباد انتظاميې سره پوليس ته لا اينډ آرډر، ايګزيکټيو الاونس به هم ورکولې شى ۔
وزيراعظم د پوليس ملازمينو سهولت لپاره پوليس هسپتال زر مکمل کولو هدايات هم جارى کړيدى ۔
وزيراعظم وائى چې د وزير داخله وينا مطابق تير پنځه مياشتو کښې اسلام اباد کښې د جرمونو شرح کښې اته ديرش فيصده کمې راغلې ۔
وزيراعظم اووئيل چې اسلام اباد کښې لس خدمت مرکزونه جوړ کړې شوى او د اوويشت تهانو په اپ ګريډيشن کار روان دې ۔
اسلام آباد کښې د يو فسادى پارټۍ د لاشونو غورځولو کوشش ناکامه کړې شوې،وزيراعظم شهبازشريف
څرگندونې نشته1 Mins Read