ملتان کښې جاري د اولني ټيسټ ميچ په دريمه ورځ انګلينډ خپل اولني اننګز کښې درې وکټو په زيان څلور سوه دوه نوي رنز جوړ کړيدي ۔
د پاکستان د اولني اننګز سکور پورا کولو لپاره انګلينډ ته اوس هم د څلور شپيته رنز ضرورت دې او اووه وکټې ئې پاتې دي
انګلينډ طرف نه زيک کرالے اتۀ اوويا، اولي پوپ صفر او بين ډکټ په څلور اتيا رنز آؤټ شويدي ۔
جو روټ يو سل شپږ اوويا او هيري بروک يو سل يو څلويښت رنز جوړولو سره ناټ آؤت دي,پاکستان طرف نه شاهين شاه آفريدي، نسيم شاه او عامر جمال يو، يو وکټ په خپل نوم کړېده ۔
دې نه وړاندې پاکستان خپل اولني اننګز کښې پنځه سوه شپږ پنځوس رنز باندې آؤت شوې وو چې پکښې کپتان شان مسعود يو سل يو پنځوس، عبدالله شفيق يو سل دوه، صائم ايوب څلور، بابراعظم ديرش، سعود شکيل دوه اتيا، نسيم شاه دري ديرش، محمد رضوان صفر، عامر جمال اووه، شاهين شاه آفريدي شپږ ويشت رنز باندې آؤت شوي وو، او سلمان آغا په يو سل څلور رنز ناقابل شکست پاتې شوې وو ۔
د اولني ټيسټ ميچ څلورمې او پنځمې ورځې لوبه پاتې ده او د دواړو ټيمونو يو، يو اننګز هم باقي دې، درې ورځې لوبيدو نه پس دواړو ټيمونو ترمينځ اولنې ټيسټ ميچ ډرا کيدو چانس زيات شويدې ۔