د شنګهائي تعاون تنظيم سربراهي اجلاس لپاره وفاقي حکومت په سرښار اسلام آباد کښې د فوج تعيناتۍ نوټيفکيشن جاري کړې، چې ورسره پاک فوج اسلام آباد کښې سيکيورټي انتظامات په خپل لاس کښې اخستې دي ۔
نوټيفکيشن مطابق سکيورټې ذمه واري به فوج ته حواله کولې شي، او پوليس پشمول نورې سيکيورټي ادارې به د پاک فوج ملاتړ کوي ۔
نوټفکيشن ترمخه فوج به د آرټيکل دوه سوه پنځه څلويښتم لاندې د ايس سي او سمټ دوران د سکيورټې ذمه وارۍ سنبهالولي ۔
فوج به د ايس سي او سمټ دوران اسلام آباد کښې د پنځم اکتوبر نه اوولسم اکتوبر پورې تعينات وي او دې دوران نورې سيکيورټي ادارې د پاک فوج ملاتړ لپاره موجود وي ۔
دشنګهائي تعاون تنظيم سربراهي اجلاس به پنځلسم او شپاړلسم اکتوبر باندې اسلام آباد کښې کيږي،چې پکښې به بهارت پشمول د يو شمير ملکونو سربراهان وفود سره شرکت کوي ۔
بلخوا د خيبرپښتونخوا نه هم د پاک فوج دستې اسلام آباد ته طلب کړې شويدي ،سيکيورټي ذرائعو وئيلي چې هيچا ته به اسلام آباد کښې د اړي ګړي خورولو اجازت نۀ وي، او دا اقدامات د اولس تحفظ لپاره پورته کړې شويدي ۔