د پاکستان کرکټ بورډ لخوا جاري شوې اعلاميه کښې وئيلي شوي چې سليکشن کميټۍ ته د قامي ټيم وائټ بال کرکټ په اړه د حکمت عملۍ ذه واري سپارلې شوې وه چې پکښې د نوې کپتان سفارش هم شامل وو ۔
پي سي بي خپله اعلاميه کښې وئيلي چې مونږ د بابراعظم د قامي ټيم کپتان په حيث مرستې کړي ولې د هغه د مستعفي کيدو فيصلې ته د قامي ټيم د يو لوبغاړې په توګه د ډيرې زياتې توجه ورکولو خواهش څرګندوي ۔
پي سي بي وئيلي چې د بابراعظم د مستعفي کيدو فيصله د هغه د پيشه ورانه مهارت د پاکستان کرکټ سره وابستګې ښکاره ثبوت دې ۔
اعلاميه کښې مخکښې وئيلي شوي چې پي سي بي به د بابراعظم حمايت جاري ساتي ،او هغه سره د نړۍ د ټاپ بېټر جوړېدو او د ټيم د سينئر لوبغاړي جوړيدو لپاره اوس هم کافي وخت موجود دې ۔
بلخوا بابراعظم په حمايت کولو د پي سي بي شکريه ادا خړې او وئيلي دي چې د کپتان په ځائې د يو لوبغاړي په حيث به ماله د ملک او کرکټ نور زيات خدمت موقع ميلاويږي ۔