پیښور هائيکورټ کښې د عوامي نيشنل پارټۍ مشر حمایت الله مایار او د نورو کسانو لخوا دائر شوې رټ پټیشن سماعت شوېدې ۔
د درخواست ګزار وکیل بابر یو سفزئې عدالت ته وئيلي چې صوبائي حکومت قانون کښې ترميم کړې چې لوجې ئې حکومت د بلدیاتی نمائندګانو اختیارات کم شويدي۔
د درخواست ګزار وکيل اووئيل چې انتخاباتو نه پس ترميم کول غير قانون او غير آئيني دي ،دا ترميم د اليکشن نه وړاندې کول پکار وو،د پي ټي آئي تير حکومت کښې بلدياتي اليکشن نه پس نوې حکومت ترميم کړېدي ۔
دې حوالې سره نګران حکومت کښې رټ پټیشن دائر کړې شوې وو ،نګران حکومت خپل جواب جمع کړې او موجوده حکومت نه دی جمع کړې ۔
ایډیشنل ایډوکیټ جنرل عدالت ته اووئیل چی بلدیاتي نمائندګانو سره مذاکرات روان دي، د دې مسئلې څه حل به راوځي ۔
په دې باندې پیښور هائيکورټ د صوبائي حکومت نه جواب طلب کړی او سماعت ئې د اکتوبر دری ويشتمې نیټې پورې ځنډولې دې ۔