د شمالي وزیرستان اتمانزو جرګې د امنیت ټینګښت په اړه د حکومت له اړخه وعدې نه پاللو نه پس د احتجاج په توګه بنو میرانشاه لویه لاره او دغه شان تعلیمي ادارې او هسپتالونه تړلي دي ۔
اتمانزئې جرګې د میرعلي په مرکزي چوک کښې پرون راهیسی پرلت ورکړې چې پکښې د سياسی ګوندونو مشرانو، ورکرانو او ملکانو ترڅنګ په لوئې شمیر کښې عام خلق هم ګډون کوي ۔
د اتمانزو جرګې مشران وائي چې حکومت دوي سره د امن قیام په اړه کړی وعدې پورا نۀ کړې او دا چې تيرو ورځو کښې سیکیورټي فورسز په میرعلي بازار کښې د عملياتو پر مهال د عامو خلقو څاروي او دکانونه سوزولي دي ۔
اتمانزي مشرانو وئيلي چې تر څو حکومت په شمالی وزیرستان کښې امنیت ټینګ کړې نۀ وي ترهغې به پرلت جاري وي ۔
اتمانزئي مشرانو د سړکونو ترڅنګ تعلیمی ادارې او هسپتالونه هم بند کړی دي ۔
بلخوا د سب ډویژن بنو په ګوربز سیمه کښې هم د مقامی امن کمېټۍ مشر قادر غازي بنو میرانشاه سړک بند کړې دې او هیڅوک شمالي وزیرستان ته داخلیدو ته نه پریږدي، چې لوجې ځائې خلق مشکلاتو سره مخ دي ۔