بلوچستان کښې د موسیٰ خيل پوليسو وئيلي چې سحر د يو تعيمراتي کمپنۍ نه اغوا شوي شل نه زيات مزدوران رها کړې شويدي ۔
د ضلع موسیٰ خيل پوليسو ترمخه د پيښي په اړه نور تحقيقات جاري دي ۔
دې نه وړاندې پوليسو وئيلي وو چې مزدورانو د يوې تعيمراتي کمپنۍ لپاره کار کولو چې دې دوران پرې وسله ډزې کړې وې ۔
پوليسو مطابق د ډزو نه پس وسله والو د تعميراتي کمپنۍ يو شمير بلډوزرو ته اوور هم لګولې وو۔
په تعميراتي کمپنۍ حملې نه پس وسله والو ځان سره د شل نه سيوا مزدوران تښتولي وو، څوک چې اوس خوشې کړې شويدي ۔