د خېبرپښتونخوا وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور قافله مردان نه د موټروے د لارې پنډۍ ته راروانه شوې وه ،ولې برهان انټرچينج سره موټروے بنده وه ، چې لوجې ئې دغه قافله په موټروے انښتې وه ۔
وزيراعلیٰ سره قافله کښې لوئې مشينري موجود وه او ځائې په ځائې به ئې د لارې نه کنټينرې لرې کولې ،ولې دې دوران په دغه قافله ناوخته شوې هم وو۔
د خيبرپښتونخوا وزيراعلیٰ مشرۍ کښې دغه قافله باندې ځائې په ځائي د پنجاب پوليسو شيلنګ هم کړې دې ۔
برهان انټرچينج باندې ميډيا سره خبرو کښې وزيراعلیٰ وئيلي چې مونږ خپل احتجاج ريکارډ کړېدې ۔
په دې موقع علي امين ګنډاپور د قافلې ټولو کارکنانو ته د احتجاج ختمولو او کورونو ته د واپسۍ هدايت کړېدې ۔
بلخوا پنډۍ کښې احتجاج لپاره د خېبرپښتونخوا پشمول د ملک مختلفو علاقو نه راغلې پي ټي آئي کارکنانو او پوليسو ترمينح انښتې شويدي ۔
پي ټي آئي کارکنانو د پنډۍ کميټي چوک کښې د انتظاميې لخوا ايښودې شوي کنټينرې لرې کړي ۔
دې دوران پوليس مظاهرچيانو باندې شيلنګ کړې چې لوجې د يو شمير کارکنانو حالت خراب شويدې ۔