نيويارک: وزيراعظم شهبازشريف د امريکې دوره ختميدو نه وړاندې د امريکې صدر جو بائيډن سره ليده کاته کړيدي ۔
وزيراعظم هاؤس اسلام آباد لخوا جاري شوې اعلاميه کښې وئيلي شوي چې امريکائي صدر د متحده قامونو جنرل اسمبلۍ اجلاس کښې ګډون کونکي د نړيوال حکومتي سربراهانو په درناوي کښې تيره شپه د ډوډۍ اهتمام کړې وو ۔
اعلاميې ترمخه دغه عشائيه کښې د نور نړيوال سربراهانو پشمول وزيراعظم شهبازشريف هم شرکت کړيدې ۔
اعلاميه کښې وئيلي شوي چې په دې موقع وزيراعظم شهبازشريف او د امريکې صدر ترمينځ ملاقات شوې چې پکښې دواړو مشرانو يوبل لپاره د نيکو هيلو څرګندونه کړېده ۔
د وزيراعظم شهبازشريف پنځه ورځنې امريکې دوره مکمل شوې او هغه لندن ته روان شوې، چرته چې به هغه د يو څو ورځو قيام نه پس خپل وطن ته واپسي کوي ۔
وزيراعظم د امريکې دورې پر مهال د متحده قامونو جنرل اسمبلۍ ته خطاب کړې او په سائيډ لائن ئې عالمي سربراهانو سره جدا جدا اهم ملاقاتونه هم کړېدي ۔