اسرائيلي فوج نن بيروت کښې يوې فضائي حمله کښې د حزب الله سربراه د شهادت دعویٰ کړې وه، ولې ايران او حزب الله د دغې دعوې ترديد کړې وو
اوس حزب الله په باقاعده توګه د حسن نصر الله د شهادت تصديق کړې دې
بهرملکي خبرري ادارو وئيلي چې بيروت کښې د اسرائيل په فضائي حمله کښې د حسن نصر الله لور او د تنظيم نور مشران هم شهيدان شويدي
بلخوا حزب الله د اسرائيل خلاف خپل جنګ جاري ساتلو اعلان کړې او وئيلي دي چې د غزه او فلسطينيانو حمايت به دغه شان جاري ساتلي شي
د حسن نصر الله د شهادت نه پس خپل يو بيان کښې حزب الله وئيلي چې د لبنان دفاع لپاره خپل جهاد جاري ساتي او دې لپاره ټول تنظيمونه مونږ سره کلک ولاړ دي
د حسن نصر الله د شهادت وروستو د ايران سپريم ليډر ترجمان وئيلي د حسن نصر الله شهادت سره اسرائيل ريډ لائن کراس کړې او مونږ به دې لړ کښې ب خپله تګ لاره ټاکو ۔
بلخوا نعيم قاسم د لبنان مزاحمتي تنظيم حزب الله نوې عبوري مشر تاکلې شوې، نعيم قاسم د نوې مستقل مشر مقرر کيدو پورې د تنظيم سنبهالښت کوي ۔