دضلع کرم په مختلفو سیموکښې د اته ورځو راهیسې جاري شخړه اودرولې شوې او ډز بندۍ باندې عمل درآمد هم شروع کړې شويدې ۔
. په دې اړه د اهلسنت د شپږو قبیلو د مشرانو په ډي سي کمپاؤنډ کښې جرګه شوې اؤ په ډزبندې صلاح شويدي ۔
دې مهال د کوهاټ ډویژن کمشنر سید معتصم باالله، نور سول ،د پولیس او ایف سي اعلی چارواکې هم موجود وو۔
په جرګه کښې د اهلسنت مشران په ډز بندې رضاشويدي ۔
بلخوا د اهل تشیع مشرانو وئيلي چې چې مونږ هم ډز بندې ته تیار یو ۔ دې نه روستو پولیس او د ایف.سي ځوانانو په ډز بندې عمل کولو لپاره خپل کار په باقاعده توګه شروع کړيدې ۔
سيکيورټي اهلکارانو د دواړو ډلومورچه زن د مورچو سخه بیدخل کوي او مورچې په خپله قبضه کښې اخلي ۔
تر دې دمه په کوزه اؤ بره کرمه کښې دغه عمل روان دې اؤ ممکنه ده چې نن به کرمیوال په آرام سره خوبونه اوکړي ۔
کرمې شخړۀ کښې اووه ورځو دوران دواړو فريقينو نه 46کسان مړه او 98 پورې ژوبل شوي وو ۔