وزيراعلیٰ پنجاب مريم نواز د پاکستان د تاريخ د ټولو لوئي ايګري کلچر ګريجويټ انټرن شپ پروګرام لانچ کړې اوپه دې حواله ئې د فيصل آباد يونيورسټي آف ايګريکلچرکښې دستورې ته خطاب کړيدې ۔
دپنجاب وزيراعلیٰ مريم نواز د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور باندې سختې نيوکې کړي ، علي امين ګنډاپور ته ئې خبردارې ورکړې که چرې پنجاب ته راځي اوقانون ماتوي نوغاښ ماتې جواب به خوري ۔
مريم نواز اووئيل چې علي امين ګنډاپور دې دکنځلو اوجلاؤ ګهيراؤ په ځائې د خېبر پښتونخوا اولس خير خيګړي لپاره کار اوکړي ۔
مريم نواز مخکښې وئيلي چې زه به دپنجاب اولس چرې هم ترهه ګر جوړيدوته پرينږدم،پنجاب کښې بازارونه شپږ بجې نه بنديږي ،چې چرته بيا د ترهه ګرو راج وي ۔
په دي موقع مريم نواز اوئيل چي دځوانانو نعرې وهلو واله ډير راغلل او خلکو ډيراوکتل ولې کوم کار چې مونږ کړې هغه هيچا هم نه دې کړې، مونږ په شپږ مياشتو کښې يو زر ځوانانو له نوکريانې ورکړي، د چا تنخواه چې د شپيته زره نه سيوا ده، ولې دې کښې يو تن هم په سفارش نۀ دې بهرتي شوې اوسل فيصده په ميرټ بهرتي شويده ۔
وزيراعلي پنجاب اووئيل چې د پاکستان په تاريخ کښې به د ټولو نه لوئې کسان پيکيج اجرا کيږي،کوم به چې راتلونکي کال لانچ کړي شي چې ماليت به ئې څلور سوه ارب روپۍ وي ۔
مريم نواز اووئيل چې يوې بلې صوبې ته تلل او دغلته نورو ته کنځلې کول او جلاو ګهيراؤ کول ډير آسان کار دې، خېبر پښتونخوا کښې ناست حکمرانانو توجو د اولس خيګړي ، سړکونوجوړولو او نور ترقياتي کارونو په ځائې په کنځلو او جلاؤ ګهيراؤ ده ۔
په دې موقع مريم نواز اووئيل چې هغوي ته خواست کووم چې د خدائے په خاطر په خپل اولس توجه ورکړي ۔