کوئټه کښې مور پلار سره شريکې خبري ګونډې ته وينا کښې عديله بلوچ وئيلي چې دهوکه شوې يم او خودکش حملي لپاره پخپله رضا شوې ووم، دا ترهه ګر برين واشنګ په ذريعه داسې سوچ بدلوي او رياست خلاف کارونه کوي، چې بلکل هغه وخت دماغ کار پريږدي او داسې يو شمير ځوانان مې اوليدل چې د جنت په چکر کښې بے خبره دي چې دوي آخر کوي څه ۔
عديله بلوچ اووئيل چې ابتدائي تعليم مې په تربت کښې حاصل کړې او نرسنګ کورس نه پس په ډبلیو ايچ اوکښې مې کار کولو، ولې بد قسمتۍ سره داسې تنظيم په لمسه کښې راغلم ۔
عدليه بلوچ اووئيل چې زما برين واشنګ شوي وو ، د خپلې غلطۍ احساس راته هله اوشو کله چې غرونو ته لاړم ، دغه وخټ زه په دې نۀ پوهيدم چې خودکش حملې سره به زه پخپله او نور بے ګناه خلق هم وژلې کيږي ۔
عديله بلوچ مخکښې اووئيل چې دهوکه شوې ووم ، او خودکش حملې لپاره پخپله رضا شوې ووم ۔
هغې زياته کړې چې نن سبا داسې تاثر ورکولې کيږې چې ګنې بلوچ زنانه په خپله مرضۍ خودکش حملو ته تيارې وي، دا غلط تاثر دې، مونږ د لسمولو نه پس غرونو ته بوتلې کيږو،زۀ په غلطه لار روان وو، او هيڅ پته راته نۀ وه ۔
عديله بلوچ په دې موقع د بلوچستان حکومت شکريه هم ادا کړې او وئيلي دي چې صوبائي حکومت په کوششونو زه بچ شوې يم، دا نصيحت کوم چې د داسې خلقو په خبرو کښې چرې مۀ راځې،دا خلق تاسو خپل مقصد د پاره استعمالوي ۔