د سوات ملم جبه سيمه کښې د اتوار په ورځ د غير ملکي سيفرانو په قافله د ترهه ګرو د حملې تحقيقات کولو فيصله شويده ۔
سوات کښې د غير ملکي سفارتکارو قافلے باندي شوي بمي چاودنې پلټنو لپاره خيبرپښتونخوا حکومت دوه کسيزه تحقيقاتي کيمټي جوړه کړې ده ۔
دوه کسيزه کميټۍ کښې ايډيشنل آئي جي انويسټي ګيشن او سپيشل سيکرټري داخله شامل دي ۔
تحقيقاتي کميټي به د چاودنې پلټنې کوي او بيا به رپورټ صوبائي حکومت ته وړاندې کوي ۔
ياده دي وي چې تير اتوار په ورځ يولس کسيزه غير ملکي سفارتکارو سوات کښې چيمبر آف کامرس په تقريب کښې شرکت نه پس ملم جبه ته روان وو چې جهان آباد په مقام قافله کښې شامل د پوليس ګاډي باندې د ريموټ کنټرول بمي چاودنه شوې وه چې پکښې يو پوليس اهلکار شهيد او درې نور ژوبل شوي وو ۔