سپريم کورټ د مخصوص سيټونو په اړه تفصيلي فيصله جاري کړې ده، اوویا صفحاتو باندې مشتمل تفصيلي فيصله جسټس منصور علي شاه ليکلې ده ۔
د تفصیلي فيصلې مطابق د اليکشن کميشن د يکم مارچ فيصله د د آئين او قانون خلاف ده، دد اليکشن کميشن دغه فيصله هيڅ آئيني او قانوني حیثیت نيشته ۔
جسټس منصور علي شاه په خپله فيصله کښې وئيلي دي چې په عام انتخاباتو کښې تر ټولو لويه برخه د اوولس ده ۔
په تفصيلي ليکلي فيصله کښې سپريم کورټ د مخصوصو سيټونو په اړه د پيښور هائي کورټ فيصله هم کالعدم ګرځولې ده ۔
د سپريم کورټ آف پاکستان د اکثريتي ججز د تفصیلي فيصلې مطابق پاکستان تحریک انصاف یو سیاسي ګوند دې، تحریک انصاف د دوه زره څليريشتم په عام انتخاباتو کښې په قومي او صوبايي اسمبلۍ کښې نشستونه ګټلې او یا یې ترلاسه کړې دي ۔
په تفصيلي فيصله کښې ليکلي شوي آئين او قانون يو سياسي جماعت انتخاباتو کښې خپل اميدواران اودرولو څخه نۀ منع کوي ،انتخابي نښه نۀ جاري کول د سياسي جماعت انتخاباتو کښې برخه اخستو په اړه آئيني او قانوني حق نۀ متاثره کيږي ۔
په تفصیلي فيصله کښې وئيلي شوي چې انتخابي شخړه په عامه توګه د سل شخړو نه مختلفه وي ،د دې په پوهيدو مو ډېر کوشش کړې چې د سياسي جماعتونو نظام باندې مبني پارليماني جمهوريت کښې دومره زيات آزاد اميدواران څنګه کامياب شويدي، د دې سوال تسلي بخش جواب مونږ ته نۀ دې ميلاؤ شوې ۔
عدالت په خپله فيصله کښې وئيلي چې د پي ټي آئي دا دعویٰ چې آزاد اميدواران هم د پي ټي آئي کانديدان وو، د پي ټي آئي د وينا مطابق ووټرانو هغوي ته ځکه ووټ ورکړې چې هغوي د پي ټي آئي کانديدان وو۔
تفصيلي فيصله کښې دا هم وئيلي شوي چې مخصوص نشستونو په اړۀ تحريري فيصله دې اردو ژبه کښې هم جاري کړې شي او د سپريم کورټ په ويب پانړه دې اَ پ لوډ کړې شي ۔
نوټ: د دې فيصلې نور تفصيل به دې خبر کښې شاملولې شي ۔