د اسرائیلي ورځپاڼې یروشلم پوسټ په یو آرټيکل کښې د تحریک انصاف باني عمران خان د اسرائیل مرستيال ګرځولې دې ۔
دې لړ کښې د یروشلم پوسټ ورځپاڼې د ټائمز آف اسرائيل د دعوو تصديق هم کړېدې ۔
د يروشلم پوسټ په آرټيکل کښې ليکلي شوي چې د اسرائيل خلاف بيانونو باوجود عمران خان له اسرائيلو سره د ښو اړيکو نښې جاري ساتلې ۔
آرټيکل ترمخه عمران خان د اسرائيلو لپاره د خوښې وړ پاکستانې سياستدان دې او په انتخاباتو کښې د پي ټي آئي د باني کاميابۍ سره د پاکستان او اسرائيل ترمينځ اړېکو جائزه اخستو ډير غوره موقع ده ۔
د اسراييلي ورځپاڼې ليکلي چې د اسرائيل دوست خارجه پاليسۍ اسټريټيجک فائدې دي ولې د پاکستان فوجي اسټيبلشمنټ نه دې لړ کښې د مزاحمت مخامختيا ده ۔
د پاکستان فوجي اسټيبلشمنټ له ډيرې مودې راهيسې اسرائيل سره د اړيکو د بحالۍ لار نيولې ده ، دې لپاره به د پاکستان موجوده قيادت ته بدليدل وي ۔
آرټيکل کښې مخکښې ليکلې شوي چې عمران خان د اسرائيل مرستيال دې او پاکستان کښې د فوج او موجوده سياسي قيادت خلاف هم دې ۔
ځکه چې عمران خان يې ملاتړ د اسرایلو او د تاسیس او سیاسي مشرتابه خلاف۔
يروشلم پوسټ وئيلي چې د اسرائیلو سره په اړیکو کښې د عمران خان کردار مهم دی ځکه چې هغه عوامي رائے بدلولو او فوجي پالیسۍ بدلولو کښې اهم کردار لوبولې شي ۔
آرټيکل ترمخه په داسې حال کښې وائټ هاؤس ته د ډونلډ ټرمپ راتګ د پاکستان او اسرائیل د اړیکو د بحالۍ کښې کردار ادا کولې شي ۔
د يروشلم پوسټ آرټيکل کښې دا هم ليکلي شوي چې د اسرائيل تسليمولو سره به پاکستان ته ډيرې فائدې رسيږي ،دې سره پاکستان ته سائبر سيکيورټي ،زراعت، دفاع او مالي سراميه کارۍ پشان فائدي ترلاسه کيديشي ۔