وزيراعظم شهبازشريف د لاهور نه لندن ته رسيدلې،لندن کښې دوه ورځې قيام نه پس به وزيراعظم سبا له د متحده قامونو جنرل اسمبلۍ غونډه کښې شرکت لپاره نيويارک ته ځي ۔
د خارجه دفتر لخوا جاري شوې اعلاميے کښې وئيلي شوي چې وزيراعظم شهبازشريف به په اووه ويشتم ستمبر جنرل اسمبلۍ ته وينا کولو نه علاوه د مختلف ملکونو سربراهانو سره اهم ملاقاتونه هم کوي ۔
ترجمان ترمخه وزيراعظم به د سلامتي کونسل کښې د فلسطين، مسئله کشمير او او بين الاقوامي اقتصادي اړيکو کښې ناانصافيانو لرې کولو په معامله زور راوړي ۔
ترجمان وئيلي چي وزيراعظم به عالمي برادرۍ نه اسلامو فوبيا خلاف فوري اقدامات کولو مطالبه هم کوي ۔
وزيراعظم تيره ورځ په جاتي امراء کښې دخپل مشر ورور او پخواني وزيراعظم نوازشريف سره ملاقات کړې وو۔
دغه ملاقات کښې دموجوده سياسي صورتحال، آئيني تراميم او امريکې دورې او نورو اهم ومعاملو باندې خبرې شوې وې ۔