د اتوار په ورځ حکومت لخوا راغوښتې شوې د پارليمنټ دوانړه ايوانونو شريک اجلاس شروع نشو ،ځکه چې مولانا فضل الرحمان په شپږويشتم آئيني ترميم کښې د حکومت له حمايت نه دې کړې ۔
بلخوا د ترميم حمايت نه کولو لوجې د اتواز په ورځ د وفاقي کابينې اجلاس هم اونشو،ددغې لوجې نن سبا د مولانا فضل الرحمان اهميت ډير سيوا شوې او هغه سره د ملاقاتونو سلسله روانه ده ۔
دپاکستان پيپلزپارټۍ چيئرمين بلاول بهټو په يو څو ګهنټو کښې دوباره ملاقات لپاره دمولانا فضل الرحمان کور ته ورغلې ،چرته چې مولانا صيب د هغه درون هرکلې کړې ۔
جے يو آئي ترجمان مطابق د پي پي وفد کښې سيد خورشيد شاه ، نويد قمر ، کراچۍ ميئر مرتضیٰ وهاب شامل وو ۔
دغې ملاقات کښې د جے يو آئي لخوا سيکرټري جنرل مولانا عبدالغفور حيدري،مولانا عبدالواسع ، مولانا اسعد محمود،سينيټر کامران مرتضیٰ او نور مشران موجود وو ۔
دې نه وړاندې بلاول بهټو وزيراعظم شهبازشريف سره هم ملاقات کړي ووچې پکښې بلاول بهټو وزيراعظم د مولانا سره اولنې ملاقات کښې شوې خبرو اترو نه خبر کړو۔
د ملاقات نه پس ميډېا سره مختصر خبرو کښې د پيپلز پارټۍ سينئر سياستدان او د قامي اسمبلۍ رکن سيد خورشيد وئيلي چې د پارټۍ وفد او مولانا فضل الرحمان ترمينځ آئيني تراميم په معامله خبرې شويدي ۔
هغه اووئيل چې مونږ وړاندې هم مولانا صېب سره ملاقاتونه کړې او رابطه مو ورسره ساتلې او بيا به دغه شان ملاقاتونه او رابطې جاري وي ۔