سپريم کورټ د پاکستان تحريک انصاف مخصوصي نشستونو کيس په اړه وضاحتي فيصله جاري کړې،سپريم کورټ وئيلي چې مخصوص نشستونو فيصله باندې عمل درآمد نه کولو صورت کښې به سنګين نتائج وي ۔
د سپريم کورټ اکثريتي فيصله کښې شامل ججانو خپل وضاحت کښې وئيلي چې د دولسمې جولائۍ فيصله هيڅ شک نيشته، د سپريم کورټ دغه مختصر فيصله ډيره واضحه ده، او اليکشن کميشن دا فيصله ډيره پيچيده کړېده
د سپريم کورټ ججانووئيلي چې عدالت لخوا مختصر فيصله کښې بيرسټر ګوهر چئيرمين پي ټي آئي او عمرايوب سيکريټري جنرل تسلم کړې شويدې ۔
سپريم کورټ مخکښې وئيلي چې حاصل شوي نشستونه به په فوري توګه د دغه جماعت سيټونه تصور کيږې، او دغه کامياب اميدواران د پي ټي آئي آي اميدواران وي ۔
ججانو وضاحت کښې چې د سپريم کورټ واضحه فيصله پيچيده جوړول او شک پيداکول مسترد کولې شي ، او اليکشن کميشن لخوا جاري فهرست صرف انتقامي عمل دې ۔
سپريم کورټ دا هم وئيلي چې په قانون توګه پابند ذمه واري پورا کولو کښې ناکامي او انکار کولو سره سنګين نتائج کيديشي ، لهذا اليکشن کميشن دې فوري خپلې ذمه وارۍ پورا کړي ۔