د شمالي وزير ستان صدر مقام میران شاه کښې فوجي سول چارواکو او اتمانزئي مشرانو او دغه شان د سیاسی غړو ترمينځ مهمه جرګه شوېده ۔
په دغه جرګه د سرکار له لوري جي او سي سیون ډویژن ميجر جنرل عادل افتخار، ډپټي کمشنر یوسف کريم کنډي، ډي پي او روخانزیب خان، نورو عسکري او سول افسرانو او دا شان د اتمانزئي جرګه له اړخه ملک نصرالله خان، ملک جان فراز، ملک اکبر خان او نورو لوړ پوړو ملکانو او سیاسي مشرانو ګډون کړېدې ۔
اتمانزئي مشرانو عسکري او سول چارواکي د شمالي وزیرستان امن و امان صورتحال او د ګیس پائپ لائن په ګډون د ګڼ شمېر لارو چارو نه خبر کړيدي ۔
جي او سي سیون ډویژن ميجر جنرل عادل افتخار جرګې ته یقین دهاني ورکړې چې په شمالي وزیرستان کښې د امن قیام د پاک فوج اولین ترجیح ده ۔
هغه زیاته کړه چې د امنیت ټینګښت لپاره په نيزدې وخت کښې چټک ګامونه پورته کړې شوي چې د کومو اندازه به د شمالي وزیرستان اولس نه هم شوې وي ۔
مېجر جنرل عادل افتخار اتمانزئي جرګې ته دا هم باور ورکړې چې ټول آئيني مطالبات به ئې منلې کیږي ۔
اتمانزئي مشرانو فوجي چارواکو نه د بلاک شناختي کارډونو خلاصولو، د اهمو لارو څخه د غیر ضروري چیک پوسټونو لرې کولو او د بے ګناه قیدیانو د خوشې کولو هم مطالبه اوکړه، فریقینو په راروانو ورځو کښې د يوې بلې جرګې په رابللو هم موافقه اوکړه ۔